وادي نيلم کښي سيلابي ريلے کښي دويشت تنا لاهو شوي ، ايس ډي ايم اے

وادي نيلم کښي سيلابي ريلے کښي دويشت تنا لاهو شوي ، ايس ډي ايم اے

د ازاد کشمير وادي نيلم کي کلاوډ برسټ له امله تباهي راغلي، ليسوا بازار سيلابي اوبو تباه کړے، دوه جماعتونه او نورو ودانو ته نقصان رسيدلے، اطلاعات راغلي چي دويشت کسان اوبو لاهو کړي، ريسکيو لپاره ټيمونه متاثره علاقے ته رسيدلي، د کلاوډ برسټ دغه واقعه د شپے دولس بجے مخي ته راغلي
د آزاد کشمير وادي نيلم ليسو سيمه باراني نالې کښې طغياني راتلو له وجې يو شمير ودانو ته نقصان رسيدلې ،
ډائريکټر آپريشنز ايس ډي ايم اے مطابق سيلابي ريلا راتلو له وجې جماعتونو په شمول خوااو شا سيمو کښې وداني د سيلابي ريلے په ضد کښې راغلې دي ، ډائريکټر آپريشنز زياته کړيده چې سيلابي ريلا کښې مسجد کښې موجود تبليغي جماعت اراکينو په شمول دويشت تنانا اوبو لاهو کړي،ايس ډي ايم اے متعلقه سيمه کښې ريسکيو آپريشن هم پيل کړيدے