وادي نيلم کښې د پل پريوتو پېښه کښې دېرش نه سېوا کسان ډوب شوي

0
43
وادي نيلم کښې د پل پريوتو پېښه کښې دېرش نه سېوا کسان ډوب شوي

د آزاد کشمير په وادي نيلم کښې يو پل مات شوے د کوم په نيتجه کښې چې طالب علمانو پشمول دېرشو نه سېوا سيلګري سيند ته پريوتي دي ، امدادي ټيمونو تر دې دمه د شپږ کسانو مړي او يوولس کسان په ژوبل حالت کښې راويستي دي ، د نور لاپته کسانو د تلاشۍ عمل جاري دے
تفصيلاتو ترمخه وادي نيلم کښې په جاګرا ناله واقعه يو پل هغه مات شو کله چې د دېرشو نه سېوا سيلګري سير تفريح لپاره په دغه پل راجمع شوي وو او تصويران ئې ويستل
اين ډي ايم اے وائي چې د پل ماتيدو په وجه د دېرشو نه سېوا کسان سيندته پريوتي چې پکښې د شپږو کسانو مړي او يوولس کسان په ژوبل حالت کښې راويستے شويدي ، په سيند کښې لاهو شوي د نورو کسانو د تلاشۍ عمل تردې دمه جاري دے
اين ډي ايم اے زياتوي چې ژوبل کسان د هيلي کاپټر د لارې د مظفرآباد سي ايم ايچ ته منتقل کړے شوي چرته چې د هغوي علاج معالجه روانه ده