وادي نيلم کښې کلاوډ برسټ له وجې متاثره سيمو کښې ريسکيو آپريشن روان دې

وادي نيلم کښې کلاوډ برسټ له وجې متاثره سيمو کښې ريسکيو آپريشن روان دې

د آزاد کشمير وادي نيلم ليسوا سيمه کښې کلاوډ برسټ له وجې متاثره سيمو کښې ريسکيو آپريشن روان دې ، کلاوډ برسټ کښې اتويشت تنان مړه شوي ، زنانو او ماشومانو په شمول درځنو تنان اوبو لاهو کړي ،کلاوډ برسټ کښې متاثره خلق پاک فوځ نسيري سيمه کښې جوړ کړے شوې ريسکيو کيمپ ته منتقل کړي دي
تيره ورځ د آزاد کشمير اودي نيلم ليسوا سيمه کښې کلاوډ برست له وجې باراني نالې کښې طغياني راتلو له وجې سيلابي رايله راغلې وا ، ايس ډي ايم اے ترجمان مطابق دغه ريله کښې ليسوا سيمې يو شمير ودانې په مکمله توګه تباه شوې کلاوډ برسټ کښې په مجموعي توګه اتويشت تنان مړه او درځنونو خلق بے درکه شويدي ،مړه شوي تنانو کښې لس د تبليغي جماعت اراکين هم شامل دي ،ايس ډي ايم اے ترجمان وينا دا چې تبليغي جماعت مړه شوي اراکينو کښې څلور د لاهور ،پنځه فيصل آباد او يو د شيخوپوره دے ،ترجمان زياتوي چې ټول متاثرين په نسيري کښې د پاک فوځ امدادي کيمپ ته منتقل کړے شوي او ليسوا کښې اوس هم امدادي کاروايانې جاري دي