وانا کښې پوليسو د ګودام نه پټ کړے شوي درويشت بورۍ چلغوزې برآمد کړي

وانا کښې پوليسو د ګودام نه پټ کړے شوي درويشت بورۍ چلغوزې برآمد کړي

جنوبي وزيرستان وانا کښې پوليسو کاروائي کړېده ، دوه ورځې وړاندې د چلغوزو ګودام نه پټ کړے شوي درويشت بورۍ ئې برآمد کړي او غلا ئې نيولي ، د نورو ګرفتارو لپاره تحقيقات روان دي
د جنوبي وزيرستان ډي پي او پريس کانفرنس کړے او وئيلي دي چې د جنوبې وزيرستان صدر مقام وانا کښې پوليسو يوه غټه کاروائې کړي ده
غلا ګرو دوه ورځو وړاندي د چلغوزې ګودام نه درويشت بورۍ وړې وې چې ماليت د يونيم کروړ روپئي ښودلے شوے وو کوم چه نن پوليسو د کارورئي دوران برآمد کړي دي
او يو سر غنه يه هم ګرفتار کړي دي د پوليسو مطابق د نورو ملزمانو د ګرفتاري د پاره پلټنے رواني دي