وانا کې قامي جرګې د فيس بوک پوسټ په بنياد مقامی صحافي جرمانه کړې

وانا کې قامي جرګې د فیس بوک پوسټ په بنياد مقامی صحافي جرمانه کړې

د کوز جنوبي وزیرستان صدر مقام وانا کې قامي جرګې د فيس بوک پوسټ په بنياد مقامی صحافي معراج خالد وزیر پنځه لکه روپۍ جرمانه کړې او د کور ړنګولو دړکه یې ورکړې

معراج خالد وزیر خیبر نیوز ته ویلي چې د زلی خیل قوم لښکر د حق لپاره آواز پورته کولو په سر قامي جرګې پرې پنځه لکه روپۍ جرمانه لګولی. هغه زیاته کړې چې په هیڅ صورت به جرمانه ادا نه کړم. په‌ دې قامي لښکر د معراج خالد کور ړنګولو دړکه کړې‌. پولیس د معراج خالد وزیر کور حفاظت لپاره موجود دې خو بل اړخ ته قامي لښکر هم د کور ړنګولو لپاره تياري نیولي ده. پولیس چارواکي وائي چې هیچا ته به قانون په لاس کې د اخیستلو اجازه ورنکړی‌. صحافي معراج خالد پولیس، ضلعي انتظامیه او نورو قانون نافذ کوؤنکی ادارو نه د تحفظ او انصاف مطالبه کړې

بلخوا نګران وزيراعلي د دغه معاملې په سختۍ سره نوټس اخستې او په دې لړ کې ايډيشنل چيف سيکرټري سره رابطه کړي
په دې اړه وزيراعلي وئيلي چې چا هم د قانون خلاف ورزي کړي هغه ته د قانون مطابق سزا ورکول د څو تنانو نه بلکه د ادارو او عدالتونو کار دے،
وزيراعلي دا هم وئيلي چې حکومتي عملدارې به هر صورت کې يقني کولې شي،چا ته هم غير قانوني کار کولو اجازت نيشته،