ورلډکپ لپاره منتخب قومي کرکټ وزيراعظم سره ملاقات کړے

ورلډکپ لپاره منتخب قومي کرکټ وزيراعظم سره ملاقات کړے

د کرکټ په ميدان کښې به مخالف ټيم ته څنګه ټف ټائم ورکوي، دې سلسله کښې د کرکټ عالمي کپ لپاره منتخب شوي ټيم د وزيراعظم عمران خان سره ملاقات کړے،کپتان د قوي ټيم لوبغاړو ته د غوره لوبې کولو طريقې ښودلي او د هغوي حوصلې ئې لوړې کړي،د ملاقات وروستو ټولو ګروپ فوټو هم ويستے دے
دوره انګلينډ او کرکټ ورلډ کپ کښې ګډون لپاره منتخب شوي ټيم اسلام آباد کښې د وزيراعظم عمران خان سره ملاقات کړے، ملاقات دوران کپتان لوبغاړو ته د کرکټ غوره طريقې ښودلې او هغوي ته د تياريانو حوالې سره مشورې هم ورکړيدي، وړلډ کپ نه وړاندې کپتان د لوبغاړو حوصلې لوړې کړي او هغوي ته ئې محنت،لګن او جذبې سره سره د لوبې کولو مشوره ورکړېده، ملاقات کښې چيئرمين پي سي بي احسان ماني، چيف سيلکټر انضمام الحق او هيډکوچ مکهي آرتهر پشمول نور ټيم مينجمنټ هم موجود وو، د ملاقات وروستو وزيراعظم عمران خان د لوبغاړو سره يادګار ګروپ فوټو هم ويستلے دے