ورلډ کرکټ کپ لپاره قامي ټيم اعلان به صبا کولې شي

پي سي بي لوبغاړو ته سنټرل کنټريکټ ورکولو اعلان کړے

هندوستان کښي شيډول کرکټ ورلډ کپ لپاره قامي ټيم اعلان معامله ، زکا اشرف په مشري کښې پي سي بي مينجمنټ کميټي مشاورتي غونډه ، کپتان بابر اعظم باندي اعتماد برقرار ، ټيم اعلان به سبا کول شي

قذافي سټيډيم لاهور کښي شوي غونډه کښي پي سي بي مينجمنټ کميټي مشر زکا اشرف ، قامي ټيم کپتان بابر اعظم نائب کپتان شاداب خان ، کرکټ کميټي مشر مصباح الحق غړي محمد حفيظ او پاکستان ټيم کوچنګ سټاف شرکت اوکړو
غونډه کښي قامي ټيم کوچ ايشيا کپ کښې ټيم کارکردګي په اړه رپورټ پيش کړو چي ړنا کښي د ټيم مجموعي کارکردګي جائزه واخيستلي شوه غونډه کښې پي سي بي ميديکل پينل مشر ډاکټر سهيل سليم هم شرکت اوکړو او د لوبغاړو فټنس ، انجريز او بحالي په اړي بريفنګ ورکړو
پي سي بي سرچينو ترمخه شرکا هندوستان کښې شيډول کرکټ ورلډ کپ لپاره قامي ټيم لوبغاړو په نومونو مشاورت اوکړو ، زرائع ترمخه کميټي ورلډ کپ لپاره کپتان بابر اعظم او نائب کپتان شاداب خان باندي اعتماد اظهار اوکړو ولي ټيم حتمي اعلان به سبا کول شي
واضح دي وي ورلډ کپ کښې شامل ټولو ټيمونو خپل خپل سکواډ اعلان کړي ، پاکستان کرکټ بورډ چيف سليکټر انضمام الحق به ورلډ کپ لپاره قامي سکواډ اعلان سبا کوي