ورلډ کپ کښې ګډون لپاره قامې کرکټ ټيم انګلينډ ته روان شوي

ورلډ کپ دوه زره نولسم کښې ګډون لپاره قامې کرکټ ټيم سرفراز احمد په مشري کښې انګلينډ ته روان شويدي، د ورلډ کپ مقابلو آغاز به ديريشم مئي نه کيږي، قامې ټيم به انګلينډ خلاف پينځه ون ډے او يو ټي ټوئنټي ميچ لوبولي شي
تفصيلاتو ترمخه د آئي سي سي ورلډ کپ دوه زره نولسم کښې شرکت لپاره قامې کرکټ ټيم د سرفراز احمد په مشري کښې انګلينډ ته روان شويدي، قامې کرکټ ټيم به د انګلينډ خلاف پينځه ون ډے او يو ټې ټوئنټي ميچ لوبوي
قامي ټيم به اوويشتم اپريل نه د کينټ کائونټي خلاف ميچ نه د دورے آغاز کوي، درې پريکټس ميچونو نه پس په پينځم مئي به انګلينډ خلاف ټي ټوئنټي ميچ لوبولي شي، روستو به پينځه ون ډے ميچونو سيريز لوبوي
د ورلډ کپ مقابلو آغاز به ديريشم مئي نه کولي شي، پاکستان به د روايتي حريف بهارت خلاف ميچ شپاړشم جون باندي لوبولي شي، هر ټيم به سيمې فائنل نه مخکښي نهه، نهه ميچونه لوبوي