وزارت داخله د ريډ زون سيکيورټي پاک فوج ته حواله کولو فيصله کړي

وزارت داخله د ريډ زون سيکيورټي پاک فوج ته حواله کولو فيصله کړي، وزير اعظم هاوس، ايوان صدر، وزير اعظم افس، او سپريم کورټ باندي به د پاک فوج ځوانان تعينات وي، وفاقي حکومت اسلام اباد ته دوه زره ايف سي اهلکار هم طلب کړيدي،دغه شان سرښار کښې دوه مياشتو لپاره دفعه يو سل څلور څلويښت هم لږولے شويده،
وزارت داخله اسلام آباد کښې سيکيورټي سخته کړي، د ريډ زون سيکيورټي لپاره ئي پاک فوج طلب کړے، څوک به چي وزير اعظم هاوس، ايوان صدر ، وزير اعظم افس، او سپريم کورټ سيکيورټي باندي تعينات وي، سرچيني وائي چي کابينه ډويژن پشمول ټول سرکاري ودانو باندي به هم پاک فوج اهلکار سيکيورټي ورکوي ، وفاقي حکومت اسلام آباد ته دوه زره ايف سي اهلکار هم طلب کړي او سرښار کښې ئي دوه مياشتو لپاره دفعه يو سل څلويښت هم لګولي ده