وزيراعظم ،کامياب جوان پروګرام شروع کولو منظوري ورکړيده

0
24

وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې جوان پروګرام په حواله خصوصي غونډه شوي،اجلاس کښې وزيراعظم ،کامياب جوان پروګرام شروع کولو منظوري ورکړيده
د وزيراعظم معاون خصوصي محمد عثمان ډار وزيراعظم عمران خان ته ،کامياب جوان پروګرام په حواله وزيراعظم ته خصوصي بريفنګ ورکړے ، بريفنګ کښې وزيراعظم ته اووئيلې شول چې دغه پروګرام کښې ځوانانو لپاره تعليم ،هنر او کاروبار مواقع جوړول اصل مقصد دے
په دې موقع وزيراعظم عمران خان هدايات جاري کړي چې د ځوانانو لپاره دغه پروګرام کښې څه قسمه کوتاهي اونکړې شي او زيات نه زيات ځوانانو ته دغې پروګرام کښې موقع ورکړے شي
وزيراعظم عمران خان ،کامياب جوان پروګرام ،اصولي منظوري ورکړه