د خوشحالۍ خبرونه راروان دي، ایل پی جی ګيس، پیټرولیم مصنوعات او د اوړو قيمتونه راکم کړي شوي، د وزير اطلاعات مریم اورنګزيب پريس کانفرنس ، واي د تير یو کال نه يوی فتنې د کارکنانو زهن سازی کوله، بیا په نهمي مي په ریاستي املاکو حملی وکړي شوی
وزير اطلاعات مریم اورنګزيب ويلی چي وزيراعظم او اتحاديان د سیاسي او معاشي استحکام لپاره کوششونه کوي، د ایل پی جی په قیمت کي لوئي کمی راغلی، پیټرولیم مصنوعات ارزان کړي شوي، د اوړو په نرخ کي لوئ کمي راغلي، معاشی استحکام راروان دی، ډالر پنځه ويشت روپی ارزان شوي، په يوټيلټی سټورز کی غواړي او تيل ارزان کړی شوی، وزیر اعظم انتظاميی ته هدايات جاري کړي چي اولس ته دي د کمي فائده ورسولی شي،
مریم اورنګزيب ويلی چي تیر حکومت ملک معاشی طور باندي تباه کول غوښتل، دوي ائي ايم ايف سره معاهده ناکامه کولي، وس د فساد او مسلح ډلو د لوټ مار وخت ختم شوی، ملک د استحکام په لور روان دي