وزيراعظم به خېبرپښتونخوا کښې په اتم دسمبر د نوى پاکستان کارډ افتتاح کوى ، بيرسټرمحمدعلى سيف

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو معاون خصوصي بيرسټر محمد علي سيف وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان به په اتم دسمبر د نوي پاکستان کارډ افتتاح کوي،

د پيښور سول سيکرټريټ کې خبري غؤنډي ته د وينا په وخت د اطلاعاتو معاون خصوصي بيرسټر محمد علي سيف اووئيل چې دا کارډ کې به د حکومت لخوا د شروع کړے شوي ټولو عوامي فلاحي پروګرامونو دپاره په استعمال کې راوستلے کيږي په کوم کې چي احساس راشن پروګرام کسان کارډ او صحت کارډ پلس شامل دي، بيرسټر سيف اووئيل چې د احساس راشن پروګرام ټول لګښت يو سل شل اربه روپئ دے د کوم به چي دوه کروړه خاندانونه او قريبا ديارلس کروړه خلک ګټه ترلاسه کوي، د اطلاعاتو معاون خصوصي اووئيل چې د صحت کارډ اجرا د خيبر پښتونخوا نه شوي او اوس د نوي پاکستان کارډ اغاز هم د دې صوبي نه کيږي، بيرسټر محمد علي سيف زياته کړه چې پاکستان د وزيراعظم عمران خان د ويژن مطابق په صحيح معنو کې د اسلامي فلاحي رياست طرف ته روان شويدے