وزيراعظم تنخواه اخلي او دپارليمان نه غائب وي: بلاول بهټو

وزيراعظم تنخواه اخلي او ځان نه ئي ګهوسټ ملازم جوړ کړې،د پارليمان نه غائب وي،د بلاول بهټو زرداري پارليمان نه باهر ميډيا سره خبرې، وائي چي وزيراعظم له پارليمان کښې دننه د هرې خبرې جواب ورکول پکار دي
د پيپلزپارټې چيئرمين بلاول بهټو زرداري د قامي اسمبلې اجلاس کښې د شرکت نه وروستو پارليمان کښې ميډيا سره خبرې کړې او په وزيراعظم عمران خان ئي شديد تنقيد کړې
بلاول بهټو وائي چي وزيراعظم خپله تنخواه اخلي ولي پارليمان ته نه راځي،د ځان ئي ګهوسټ ملازم جوړ کړيدې،پکار ده چي وزيراعظم هر اجلاس کښې موجود وي او ټولو خبرو جواب ورکړې
ميډيا سره خبرو بلاول بهټو زرداري زياته کړيده چي کله انګريزې تقرير اوکړم نو ډيسکونه غږوي ولي چي کله اردو کښې تقرير اوکړم نو بيا دوې چغې وهي