وزيراعظم خېبرپښتونخوا کښې د پوليووائرس متعلق سبا اهم اجلاس رابللے

وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې موجوده حکومت د ميډيا په آزادۍ يقيني ساتي

خېبرپښتونخوا کښې پوليووائرس بې قابو شوے په کوم چې وزيراعظم عمران خان نوټس اخستے او دې سلسله کښې ئې سبا له اهم اجلاس رابللے دے،اجلاس کښې وزيراعلي محمودخان او چيف سيکرټري ته په خصوصي توګه د شرکت کولو هدايت شويدے
خيبرپښتونخوا کښې د پوليووائرس پرله پسې کيسونو باندې وزيراعظم عمران خان نوټس اخستې دے او دې سلسله کښې ئې سباله هنګامي اجلاس رابللے دے،
په اجلاس کښې وزيراعلي محمود خان او چيف سيکرټري پښتونخوا ته د خصوصي شرکت کولو هدايات جاري کړے شويدي،
دې هنګامي غونډه کښې به وفاقي وزير صحت او د بين الاقوامي ادارو سربراهان هم شرکت کوي،
اجلاس کښې به د وزيراعظم معاون خصوصي بابر بن عطاد پوليو وائرس کيسونو،او دې سلسله کښې د شوي اقداماتو متعلق بريفنګ ورکوي