وزيراعظم دروغجن او نا اهله وي بيا په ملک کښې هم داسي ګډ وډ صورتحال وي

0
23

ترجمان مسلم ليګ ن مريم اونګزيب په حکومت تنقيد کړې او وئيلي دي چې وزيراعظم دروغجن او نا اهله وي بيا په ملک کښې هم داسي ګډ وډ صورتحال وي څنګه چې نن سبا په پاکستان کښې دي
دا خبري مريم اورنګزيب اسلام آباد کښې د ميډيا سره خبرو په وخت کړيدي
د ترجمان مسلم ليګ ن وينا وه چې موجوده حکومت ملک کښې د نا اهلۍ او نالائقۍ ټول ريکارډ مات کړيدي ، د پي ټي آئي د واردات طريقه نورو پسي د غل او ډاکو چيغه وهل دي ، په دغه لار خپله نا اهلي او نالائقي پټولو کوشش کوي
مريم اونګزيب اوئيل چې د تيرو نهه مياشتو دوران د ګيس په نرخونو کښې يو سل يو څلويښت فيصده اضافه شوي او امکان دي چې په دغه نرخونو کښې اتيا فيصد نوره اضافه هم اوکړې شي
ترجمان مسلم ليګ ن فواد چوهدري سياسي خانه بدوش او د کرائے وزير بللي او وئيلي دي چې هغه په شاهد خاقان عباسي د دروغو الزامونه لګولې دي