وزيراعظم د خيبرپښتونخوا وزيراعلي ته فاټا سهولياتو په حواله هدايات جاري کړي

0
72

وزيراعظم عمران خان د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان ته فاټا سهولياتو په حواله هدايات جاري کړيدي ، وئيلي دي چې خيبرپښتونخوا کښې ضم کړې شوي علاقو کښې دې بنيادي سهولياتو فراهمي يقيني کړې شي
د قبائلي علاقو خيبرپښتونخوا کښې انضمام او وزيراعظم عمران خان فاټا اولس سهولياتو لپاره لويه فيصله ، وزيراعظم عمران خان د فاټا اولس له هر قسمه سهوليات فراهم کولو لپاره خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان ته هدايات جاري کړيدي
وزيراعظم عمران خان خپل هداياتو کښې وئيلي دي چې انضمام شده علاقو کښې دې تعليم او صحت پشمول نور سهوليات فراهم کړې شي
وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پوليس خالي آساميانو باندې دے د بهرتو عمل هم زر تر زره شروع کړې شي
وزيراعظم عمران خان د خيبرپښتونخوا وزيراعلي ته دا هدايت هم کړې چې فاټا کښې دې پنځه لاکهه خلقو ته د صحت کارډ سهولت هم ورکړې شي
وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې قبائلي اولس د ترهه ګرۍ لوجې ټولو نه زيات متاثره شويدي او د تحريک انصاف حکومت به ضم شوي علاقې قومي دهارے کښې راولي