وزيراعظم د نيکا يعنې نيشنل انرجي ايفيشنسي کنزرويشن اتهارټي د دوباده فعالو حکم ورکړے

وزيراعظم د نيکا يعنې نيشنل انرجي ايفيشنسي کنزرويشن اتهارټي د دوباده فعالو حکم ورکړے

وزيراعظم د نيکا يعنې نيشنل انرجي ايفيشنسي کنزرويشن اتهارټي د دوباده فعالو حکم ورکړے،چي مقصد ئې د توانائۍ بچت کول دي،وزيراعظم د شاهدخاقان عباسي په مشرۍ کښې يوه بين الوزارتي سټيئرنګ کميټي هم جوړه کړي کومه چې به د متعلقه وزارتونو سره په شريکه د توانائۍ د بچت په حواله تجاويز ورکوي

د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کښې د توانائۍ د بچت په حواله جائزه اجلاس شوے چې پکښې شاهدخاقان عباسي،اسحاق ډار،خرم دستګير،احد چيمه،مصدق ملک،جهانزيب خان او فهد حسين پشمول نورو اعلي چاراکو ګډون کړے په دے موقع وزيراعظم ته د نيکا يعنې د نيشنل انرجي ايفيشنسي کنزرويشن اتهارټي د موجوده استعداد او مينډيټ حوالے سره بريفنګ ورکړےشو او د اجلاس ګډون والو دامشوره ورکړه چې زرترزره دې نيکا فعاله کړے شي،او د کابينے په راتلونکي اجلاس کښې دي د منظورۍ لپاره مسوده پيش کړے شي د اجلاس دوران وزيراعظم شهبازشريف هدايات جاري کړل چې د شاهدخاقان عباسي په مشرۍ کښې دې يوه بين الوزارتي سټيئرنګ کميټي هم جوړه کړي کومه چې به د متعلقه وزارتونو سره په شريکه د توانائۍ د بچت په حواله تجاويز ورکوي وزيراعظم په دے برخه کښې د نيکا ماهرينو ته وئيلي چې د تعميراتو،صنعت،مواصلات،پاور او زراعتو په شعبوکښې د توانائۍ د زيات نه زيات بچت په حواله تجاويز او تګلاره اوټاکي