وزيراعظم د هيواد امن او استحکام لپاره د افغان اولس مشراشرف غنى د تګ لارې هرکلى کړے

0
241

پاکستان او افغانستان ترمينځه بے باورى ختمولو او دوه اړخيزه اړيکى پراخه کولو په غرض وزيراعظم شاهدخاقان عباسى د کابل ګټه وره دوره کړى،دورى په مهال ترهه ګرۍ خاتمى لپاره شريک کوششونو،د پولو احترام،د مهاجرينو باعزته واپسى، دواړو هيوادونو ترمينځه ريلوے لائن او پيښور کابل موټر وے جوړولو لپاره عملى کار شورو کولو باندې اتفاق شوېدے
وزيراعظم هاؤس او کابل کښې د افغان صدارتى محل لخوا جارى شوى اعلاميه کښې وئيلى شوى چې د وزيراعظم شاهدخاقان عباسى او افغان واکمنو ترمينځه ملاقاتونو کښې په مهمو معاملو ګټه ورې خبرې شوى دى
اعلاميې ترمخه وزيراعظم د هيواد امن او استحکام لپاره د افغان اولس مشراشرف غنى د تګ لارې هرکلى کړے او دواړو مشرانو په طالبانو غږ کړى چې بغېر د څه لم ليټ دې سولى عمل ته غاړه کيږدى
د دواړو هيوادونو مشران په دې متفق وو چې افغان کشاله د ټوپک د لارې د حل کيدو نه ده او ترهه ګرى دواړو هيوادونو لپاره يو شان خطره ګرځولى شوى او دا اتفاق هم شوى چې خپلې خپلې سيمى به چرې هم د يو بل خلاف استعمالولو اجازت چا له ورنه کړو
دغه رنګ په دې هم اتفاق شوى چې د دواړو هيوادونو امن او استحکام يو بل سره تړلى شوى دى او خپل مينځى کشالې د خبرو اترو د لارې هوارولو په ضرورت زور راوړې شوېدے
اعلاميه کښې وئيلى شوى چې ټرانزټ ټريډ په معاملو په ګډه کار کولو باندى اتفاق شوى او کوئټى نه کندهار او هرات پورې او دغه شان پيښور نه ترجلال آباد ريلوے لائن خورولو او پيښور کابل موټر وے منصوبه عملى کولو په معاملو هم خبرې اترې شوى دى