وزيراعظم سره د جاپاني کمپنو مټسوبيشي او فيوجي ګروپس سربراهانو ملاقات کړيدي

0
16

وزيراعظم عمران خان سره د جاپاني کمپنو مټسوبيشي او فيوجي ګروپس سربراهانو ملاقات کړيدي ، چې پکښې د جاپاني کمپنو له اړخه پاکستان کښې د سرمايه کارۍ په حواله د خيالونو بدلون شويدي
اسلام آباد کښې د وزير اعظم عمران خان سره د ملاقات دوران د مټسوبيشي او فيوجي ګروپس سي اي اوز وئيلي دي چې د جاپاني کمپنو پاکستان کښې سرمايه کارۍ کښې اضافه روانه ده او امکان ئې څرګند کړې ده چې راتلونکي ورځو کښې به په دغه سرمايه کښې نور سيوا والي هم اوکړې شي
په دغه موقع وزير اعظم عمران خان وئيلي دي چې حکومت پاکستان کښې د محفوظ سرمايه کارۍ دپاره زياتي نه زياتي موقعے پيدا کولو کوششونه کوي او زياته کړيده چې د بهر ملکونو نه راتلونکي سرمايه کارو او کاروبار دپاره راتلونکو ته به مکمل تحفظ ورکولې شي