وزيراعظم شهبازشريف د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان بن عبدالعزيز سره په ټيلې فون رابطه کړې

وزيراعظم شهبازشريف د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان بن عبدالعزيز سره په ټيلې فون رابطه کړې، وزيراعظم هغه ته د قامي ورځې په موقع اومبارکي ورکړې، سعودي ولي عهد د پاکستان کښې اوسنې سيلابونو له امله د قيمتي ځاني او مالي زيانونو په اړه د افسوس څرګنده ونه کړې، دواړو مشرانو نژدې رابطې برقرار ساتلو باندې اتفاق کړې
وزيراعظم شهبازشريف د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان بن عبدالعزيز سره په ټيلې فون رابطه کړېده، وزيراعظم هغه ته د قامي ورځې په موقع اومبارکي ورکړېده وزيراعظم د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز او د سعودي خلکو لپاره نيک خواهشاتو اظهار کړېدې په دې موقع وزيراعظم د اوسنې سيلابونوصورت حال او د امداد و بحالې روان کوششونو نه سعودي ولي عهد خبر کړو، سعودي ولي عهد د پاکستان کښې اوسنې سيلابونو له امله د قيمتي ځاني او مالي زيانونو په اړه د افسوس څرګنده ونه وکړه، دواړو مشرانو د نژدې رابطې برقرار ساتلو باندې هم اتفاق وکړو