وزيراعظم شهبازشريف د مصر دوره مکمل کولو وروستو لندن ته تلې دې

وزيراعظم شهبازشريف د مصر دوره مکمل کولو وروستو لندن ته تلې دې، سرچينې وائي چې وزيراعظم به لندن کښې د مسلم ليګ ن قائد نوازشريف سره اهم ملاقات کوي، ملاقات کښې څو اهم فيصلو کولو هم امکان دې، ملاقات په وخت به مريم نواز هم موجوده وي
د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزيب ترمخه وزيراعظم شهبازشريف د مصر دوره مکمل کولو وروستو لندن ته رسيدلي دي ، هغه به لندن کښې د مسلم ليګ ن قائد نوازشريف سره اهم ملاقات کوي سرچينې وائي چې نوازشريف سره ملاقات په وخت څو اهم فيصلې کېدې شي، دې دوران به وزيراعظم د پي ټي آئي لانګ مارچ او ملکي سياسي او معاشي صورت حال باندي نوازشريف سره سلامشوره کوي، سرچېنې دا هم وائي چې ملاقات په وخت به مريم نواز هم موجوده وي