وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چه د ماضي پحقله د ژړا فرياد نه هيڅ هم نه جوړيږي

وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چه د ماضي پحقله د ژړا فرياد نه هيڅ هم نه جوړيږي،اتحادي حکومت فيصله کړي چه خپله آئيني موده به پوره کوو،د آئي ايم ايف سره تقريباً په ټولوشرطونواتفاق شوي او که چري آئي ايم ايف نور شرطونه اونه لګول نودا لوظنامه به يقيقني کيږي
وزيراعظم شهباز شريف اسلام اباد کښي د مسلم ليګ نون سېنېټرانو ته د وينا په موقع وئيلي چې دځينې ملګرو دا خيال ووچې دانتخابي اصلاحات روستو دي د انتخاباتو لاره خپله کړي شي ولي اوس مونږ ټول متحد يو وزيراعظم اوئيل چې دحکومت ترلاسه کولوروسته مونږ ديوشميرچيلنجز سره مخ شوي وو،تېرحکومت دتېلواو ګيس عالمي قيمتونو نظر انداز کړي وو اودآئي ايم ايف سره ئي لوظنامه کړي وه او دا چه د پي ټي آئي حکومت سره د کونډو او غريبانو لپاره د څه کولو احساس هم قدري نه وو شهبازشريف اوئيل چه ماضي کښي حکومت د آئي ايم ايف سره دديرش روپۍ پيټروليم ليوي معاهده کړي وه اوکله چه مارچ کښي پي ټي آئي حکومت ته خپل شکست په نظرراغلونودتيل قيمتونه ئي کم کړل شهباز شريف اوئيل چه دماضي پحقله د ژړا فرياد نه هيڅ نه جوړيګي ، اتحادي حکومت فيصله کړي چه خپله آئيني موده به پوره کوو اوحکومت به خپله باقي پاتي څوارلس مياشتي پوره کوي ، وزيراعظم زياته کړه ريکوډک کښي د اربونو روپو خزانه دفن ده کوم چه مونږ راوخکلي هم نشو وزيراعظم شهباز شريف اوئيل چه چين به ترڅو زمونږ مرسته کوي ،سعودي عرب او چين به دا سوچ کوي چه آخر کار مونږ به کله په خپلو خپو ودريګو، وړمبي رياست دے او روستو سياست دے،که رياست بچ کيږي نوسياست به بچ شي