وزيراعظم شهباز شريف بلوم برګ ته خصوصي انټرويو ورکړې

وزيراعظم شهباز شريف بلوم برګ ته خصوصي انټرويو ورکړې ، انټرويو شهباز شريف وئيلي دي سيلاب تباه کاريانو پاکستان ډير په ورستو بوتلے دے ، سيلابي صورتحال نه وتلو لپاره بيروني مدد ضرورت دے، اقوام متحده سيکرټري جنرل انتونيو ګوټيرس هم سيلاب ځپلو سيمو دوره کړې، سيلاب لوجې خلق بې روزګاره شوي
وزيراعظم شهباز شريف عالمي جريده بلوم برګ ته خصوصي انټرويو ورکړې ، انټرويو وزيراعظم وئيلي دي چې پاکستان کښې سيلاب لوجې څلور سوه ماشومانو پشمول پينځلس سوه کسان مړه شوي ، اقوام متحده سيکرټري جنرل انتونيو ګوټيرس هم سيلاب ځپلو سيمو دوره کړې وزيراعظم شهباز ووئيل چې سيلاب لوجې خلق بې روزګاره شوي ، مواصلاتي نظام په مکمله توګه تباه شوے ،فصلونه ختم شوي او علاقې اوس هم په اوبو کښې ډوبې دي ، موسمياتي بدلون لوجې غير معمولي بارانونه وريدلي شهباز شريف انټرويو کښې دا هم ووئيل چې سيلاب تباه کاريانو پاکستان ډير په ورستو بوتلے دے ، سيلابي صورتحال نه وتلو لپاره بيروني مدد ضرورت دے ، کشمير په اړه شهباز شريف ووئيل چې پاکستان کشمير مسله په پرامنه طريقه حل غواړي