وزيراعظم شهباز شريف د امريکي صدر جوبائيډن سره ملاقات کړے

وزيراعظم شهباز شريف د امريکي صدر جوبائيډن سره ملاقات کړے، ملاقات دوران پاک امريکه تعلقات او نور مهم چارو باندي خبري اتري شويدي، دغه ملاقات د امريکي صدر لخوا ورکړے شوي استقباليه پر موقع شويدے، شهباز شريف ملاقات پرمهال د موسمياتي بدلون او پاکستاني کښي سيلاب له وجي شوي نقصاناتو په اړه جوبائيډن خبر کړيدے، بلخوا وزير اعظم شهباز شريف به نن د اقوام متحده جنرل اسمبلۍ ته خطاب هم کوي
د وزيرا عظم شهباز شريف امريکي صدر جوبائيډن سره ليده کاته شوي، چي دوران پاک امريکه تعلقاتو په پراختيا او نور مهم علاقائي چارو باندي خبري اتري شويدي، ملاقات پرمهال شهباز شريف امريکي صدر جوبائيډن خطه کښې د موسمياتي بدلون او پاکستاني کښي سيلاب له وجي شوي نقصاناتو په اړه خبر کړيدے، وزير اعظم شهباز شريف د کورونا دوران ويکسين فراهمۍاوپه مختلف نورو موقعو د پاکستان مرسته کولو باندي د امريکي شکريه ادا کړيده، بلخوا وزير اعظم شهباز شريف به نن د اقوام متحده جنرل اسمبلۍ ته خطاب هم کوي، چي پکښې به ملک کښې راغلي سيلابونو له وجي شوي زيان او مسئله کشمير باندي خبري اتري کوي