وزيراعظم شهباز شريف سره د عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي صدر خېبر پښتونخوا ايمل ولي خان ملاقات کړے

وزيراعظم شهباز شريف سره د عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي صدر خېبر پښتونخوا ايمل ولي خان ملاقات کړے ، ملاقات کښې ملک کښې موجوده صورتحال باندې خبرې اترې شوي دي
د خېبر پښتونخوا اے اين پي صوبائي صدر ايمل ولي خان وزيراعظم شهباز شريف سره ليده کاته کړي ، ملاقات کښې پخوانے قومي اسمبلۍ سپيکر سردار آياز صادق هم شريک وو، وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې د موجوده حکومت لومړیتوب د ټول پاکستان د اجتماعي پرمختګ لپاره په ګډه کار کول دي ايمل ولي خان وزيراعظم ته ډيره اسماعيل خان کښې ځنګلاتو کښې اور باندې نوټس او کامياب آپريشن باندې خراج تحسين وړاندې کړے،