وزيراعظم شهباز شريف سيلاب ځپلو مرستي لپاره امدادي فنډ قائم کړو

وزيراعظم شهباز شريف سيلاب ځپلو مرستي لپاره امدادي فنډ قائم کړو،وزيراعظم مخورو نه مدد کولو اپيل هم کړې،وائيلي چې سخت معاشي صورتحال باجود وفاقي حکومت سيلاب نه متاثره خلکو ته پنځه ارب روپۍ په سمدستې توګه جاري کوم امر کړيدے
وزيراعظم شهباز شريف د سيلاب ځپلو سره د مدد لپاره امدادي فنډ مرکز قائم کړيدے، اولس او خصوصا مخورو نه سيلاب متاثرينو سره مدد کولو اپيل کړيدے، د وزیراعظم په مشرۍ كښې سېلاب ځپلو سيمو كښې امدادي کاروائيانو جاج اخستلو لپاره اجلاس شوي ،اجلاس کښې اوئيل شو چې اوسنې بارانونو او سېلابونو لويه نقصان کړيدے ، بلوچستان كښې غيرمعمولي تباهي كړې٬ سنده٬ خېبرپښتونخوا او پنجاب كښې هم سېلابونو ډېر نقصان اړولي دي وزيراعظم د خزانې وزارت ته هدايت کړې سيلاب متاثرينو ته په سمدستي توګه پنځه اربه روپۍ جاري کړې،،،او اولس او په ځانګړې توګه مخورو ته اپيل کړي چې مشکل حلاتو کښي سيلاب ځپلو سره زړه د خلاسه مدد اوکړې صوبائي حکومتونو ته هدايات کړي چې د بارانونو او سېلابونو له وجې د اوړيدلي زيانونو په صحيح توګه تخمينه اولګوي،او وفاقي حکومت ته تصديق شوي راپورونه وړاندې کړي،،،وفاقي حکومت په سېلاب ځپلو سيمو کې ايمرجنسي نافذ کړی صوبايي حکومتونو نه غوښتنه کړې چې متاثره سيمو کښې افت زدره اوګرځولي شي