وزيراعظم شهباز شريف غزه کي د اسرائيلي بربريت غندنه کړي

وزيراعظم شهباز شريف غزه کي د اسرائيلي بربريت غندنه کړي، وزيراعظم ويلي چي غزه کي د لس فلسطينيانو شهادت د اسرائيلي ترهګري تازه څرګندونه ده، چيرمين پي ټي ائي عمران خان هم ټويټر بيان کي د اسرائيلي بمباري غندلي ده، ،
وزيراعظم شهباز شريف خپل ټويټر بيان کي په غزه باندي اسرائيلي حملو مذمت کړي، وزيراعظم ليکلي چي که د بربريت او جرم مخ څوک ليدل غواړي نو اسرائيل ته دي وګوري، اسرائيل بغير د څه زمه داري او نتائج نه فلسطينيان په نښه کوي، پاکستان د اسرائيلي بريدونو غندنه کوي، عمران خان لخوا جاري بيان کي ويلي شوي چي په غزه باندي اسرائيلي حمله د عالمي قوانين سرغړونه ده، اسرائيل د طاقت وحشيانه استمال په زريعه د فلسطينانو د ازادي غږ خاموشه کول غواړي، منځني خطيز کي ټکاو او تلپاتي سوله د ، دورياستي حل سره راتلي شي