وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چه عمران خان شپه ورځ دروغ وائي او د قام سره فراډ کوي

وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چه عمران خان شپه ورځ دروغ وائي او د قام سره فراډ کوي ،د عمران خان زړه دکاڼي دے ، دانسانانو لپاره د هغه په زړه کښي هيڅ ځائے نشته ، وزيراعظم وائي چه عمران خان په خارجه چارو کښي ملک ته ناقابل تلافي ځيان رسولي ،شهباز شريف وائي چه عمران خان د پاک فوج لپاره کله د نيوټرل او کله د چوکيدار ټکي استعمالوي
اسلام آباد کښي خبري غونډي ته وينا کښي وزيراعظم شهباز شريف اوئيل چه څلور کاله عمران خان اود هغه حواريانودقوم وخت برباد کړي ، هغه دقوم اعتماد سره لوبي کړي او قوم سره ئي سنګين واردات کړي وزيراعظم شهباز شريف اوئيل چه زه قسم خوړو ته تيار يم چه عمران خان فراډيا دي،دڅلور کالو راهسي په خپل دي وينا کلک ولاړ يم چه عمران خان يو دروغجن سړي دے شهباز شريف اوئيل چه په اتحادي حکومت قسما قسم الزامات لګولي شوي ولي که چري د مبينه سازش تعلق زمونږ سره ثابت شو نو سزا ته تياريم وزيراعظم اوئيل چه دسائفر پحقله آديو ليکس نه روستو دي کښي هيڅ شک نه دي پاتي چه دا سازش چا کړي وو شهباز شريف اوئيل چه آډيو کښي سازشي ټوله وائي چه مونږ به د سائفر منټس تياروو، آډيو ليک کښي عمران خان په صفا ټکو کښي اوريدلي کيږي چه مونږ به صرف سائفر سره لوبي کوؤ ولي د امريکي نوم به نه آخلو وفاقي حکومت تراوسه په سيلاب متاثرينو باندي سل ارب روپۍ خرچ کړي امريکي، چين، متحده عرب امارات سعودي عرب او قطر د سيلاب متاثرينولپاره امداد ورکړي ، ولي بل اړخ ته سنګ دل عمران سازش کوي چه نړي دپاکستان سيلاب متاثرين له امداد ورنکړي ، وزيراعظم اوئيل چه ملک او بيرون ملک پاکستاني مخير حضرات له هم پکار دي چه د سيلاب متاثرين مرستي لپاره وړاندي راشي