وزيراعظم صاحب دا څۀ روان دي؟ هر يو څيز د روزانه په بنياد ګرانيږي،آخر دا وزيران څۀ کوي؟ثنا الله مستي خيل

وزيراعظم صاحب دا څۀ روان دي؟ هر يو څيز د روزانه په بنياد ګرانيږي،آخر دا وزيران څۀ کوي؟ثنا الله مستي خيل

د تحريک انصاف د پارليماني پارټۍ په اجلاس هم پارټۍ غړو د ګرانۍ نه سرټکولے،ثنا الله مستي خيل وزيراعظم ته وئيلي چې دا څۀ روان دي؟ هر يو څيز د روزانه په بنياد ګرانيږي،آخر دا وزيران څۀ کوي؟وزيراعظم ورته وئيلي چې ګراني به قابو کړو ،د اوړو او چينو په معامله کښې خو بيوروکريسي حکومت په تياره کښې ساتلے وو،وزيراعظم دا هم وئيلي چې د اپوزيشن د جلسو نه نه ويريږو، پريږده چې يو څو جلسے اوکړي پخپله به ستړي شي.د قومي اسمبلۍ د اجلاس نه وړاندي پارليمنټ هاؤس کښې د وزيراعظم په مشرۍ کښې د پارليماني پارټۍ غونډه شوي.د پارټۍ ذرائع وائي چې غونډه کښې د ګرانۍ په معامله ګرم بحث شوے، ثناالله مستي خيل وئيلي چې دا څۀ روان دي ،روزانه چې ګورے هر يو شے ګران شوے وي،آخر دا وزيران صاحبان څۀ کوي؟په جواب کښې ورته وزيراعظم وئيلي چې مونږ ته ملک ډير په خرابو حالاتو کښې ميلاو شوے وو ولې بياهم مونږ په کوشش کښې يو چې تر څو مو ګراني قابو کړي نه وي په قلاره نه کښينو.ذرائع وائي چې وزيراعظم د اوړو او چينو د بحران او ګرانيدو معامله په بيوروکريسي باندې وراړولي ده ،او وئيلي ئي دي چې بيوروکريسي د ذخيرے متعلق حکومت ته غلط اعداد و شمارښودلي چې لوجې ئې بحران رامخي ته شو او قيمتونه ئې هم سيوا شول.ذرائع وائي چې د پارليماني پارټۍ په غونډه کښې د اپوزيشن په احتجاجي تحريک هم خبري شوي ،او وزيراعظم وئيلي چې د اپوزيشن نه نه ويريږو ، پريږده چې يو څو جلسے اوکړي،پخپله به ستړي شي