وزيراعظم ضم شوې ضلعو لپاره دې ترقياتي فنډز په فوري توګه جاري کولو هدايت کړې

وزيراعظم ضم شوې ضلعو لپاره دې ترقياتي فنډز په فوري توګه جاري کولو هدايت کړې

وزيراعظم شهبازشريف سره د خېبرپښتونخوا قبائلي ضلعووفاقي وزيرانو او قامي اسمبلۍ اراکينو ملاقات کړېدې، وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې وفاقي حکومت ضم اضلاع کښې ترجيحي بنيادونو باندې ترقۍ لپاره ژمن دې، وزيراعظم هدايت کړې چې ضم شوې ضلعو لپاره دې ترقياتي فنډز په فوري توګه جاري کړي شي

وزيراعظم شهبازشريف سره د خېبرپښتونخوا ضم اضلاع نه وفاقي وزيرانو ساجد طوري، مفتي عبدالشکور، قامي اسمبلۍ اراکينو مولانا جمال الدين، علي وزير اومحسن داوړ اسلام آباد کښې ملاقات کړېدې
په دې موقع وفاقي وزيران اسحاق ډار او سردار ايازصادق هم موجود وو
د قابئلي ضلعو مشرانو د قبائلي سيمې مسئلو نه وزيراعظم خبر کړيدې
ملاقات پر مهال وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې معاشي توګه باندې کمزور علاقو لپاره وفاقي حکومت اقدامات پورته کوي
وزيراعظم اووئيل چې وفاقي حکومت د خېبرپښتونخوا ضم اضلاع کښې ترجيحي بنيادونو باندې ترقۍ لپاره پرعزم دې
وزيراعظم شهبازشريف هدايت کړې چې قبائلي ضلعو لپاره دې ترقياتي فنډز په فوري توګه جاري کړې شي