وزيراعظم عمران خان اتلس کسيزه اکنامک ايډوائزرى کونسل قائم کړېدے

0
56
وزيراعظم د سي پيک متعلق معاملاتو باندې د اعلي پائے غونډې مشري کړې

وزيراعظم عمران خان اتلس کسيزه اکنامک ايډوائزرى کونسل قائم کړېدے کونسل کښې د وفاقى وزيرانو او د سټيټ بنک ګورنرپشمول د نجى شعبومشران او اقتصادى ماهرين شامل دى
د خزانې وزارت د دغه اتلس کسيزه کونسل د ممبرانو د تعيناتې نوټيفيکشن هم جارى کړېدے
اکنامک ايډوائزرى کونسل کښې اووه سرکارى او يوولس د نجى شعبې شخصيات شامل دى
د خزانې امورو وزير اسدعمر،د منصوبه بندۍ او اصلاحاتو ډويژن وزير خسرو بختيار،مشيرتجارت عبدالرزاق داود،د اداره جاتى اصلاحاتو مشير ډاکټر عشرت حسين،او سيکرټرى فنانس ډويژن طارق خان نه علاوه د سټيټ بنک ګورنر او د منصوبه بندۍ کميشن ډپټى چيئرمين د کونسل ممبران ټاکلى شوى دى
دغه رنګ ايډوائزرى کونسل کښې شامل کړى شوى د نجى شعبو مشرانو او ماهرينو کښې ډاکټرفرح اقبال،ډاکټر اشفاق حسن،ثاقب شيرانى،سيدسليم رضا،ډاکټرنويدحامد،ډاکټراعجازنبى،ډاکټرعاطف آر ميا،ډاکټر اسد زمان،ډاکټرعاصم اعجاز،ډاکټرعمران رسول او ډاکټر عابدقيوم شامل دى