وزيراعظم عمران خان اسلام آباد کښې په دوه نيم سوه بسترو مشتمل آئيسوليشن هسپتال افتتاح کړي

وزيراعظم عمران خان اسلام آباد کښې په دوه نيم سوه بسترو مشتمل آئيسوليشن هسپتال افتتاح کړي

وزيراعظم عمران خان اسلام آباد کښې په دوه نيم سوه بسترو مشتمل آئيسوليشن هسپتال افتتاح کړيده،ائيسوليشن هسپتال د کورونا علاج لپاره اين ډي ايم اے په څلويښت ورځو کښې تيار کړيدي چي پکښې د آکسيجن او وينټي ليټرز پشمول ټول سهوليات موجود دي،افتتاح په موقع وزير اطلاعات شبلي فراز،اسد عمر،آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه او چيئرمين اين ډي ايم اے ليفټنټ جنرل محمد افضل هم موجود وو
وزيراعظم عمران خان اسلام آباد کښې دکورونا علاج لپاره په دوه نيم سوه بسترو مشتمل جديد هسپتال پرانسته کړيده،چيئرمين اين ډي ايم اے وزيراعظم ته هسپتال کښې موجود سهولياتو متعلق بريفنګ ورکړيدې،هسپتال کښې د آکسيجن او وينټي ليټرز پشمول ټول جديد سهوليات موجود دي،چيئرمين اين ډي ايم اے زياته کړې چي د کورونا علاج لپاره د دې هسپتال تعمير سره به د سرښار په نورو هسپتالونو بوج کم شي
د افتتاح په موقع آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه،وزيراطلاعات شبلي فراز او وفاقي وزير برائے منصوبه بندي اسد عمر پشمول نور اعلي چارواکي هم موجود وو