وزيراعظم عمران خان اوافغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني ترمينځ ټيليفونک رابطه شوې

وزيراعظم عمران خان اوافغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني ترمينځ ټيليفونک رابطه شوې

وزيراعظم عمران خان اوافغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني ترمينځ ټيليفونک رابطه شوې، چې پکښې دوه اړخيزه اړيکي، افغان امن عمل او افغانستان کښې سيزفائز بشمول د شريکې دلچسپې په امورو خبرې شويدې.د افغان اولسمشر ترجمان صديق صديقي خپل ټوئټر پيغام کښې وئيلي چې صدر اشرف غني او وزيراعظم عمران خان ترمينځ ټيليفونک رابطه شوې.صديق صديقي مطابق دوانړه مشرانو د افغان امن عمل، دوه اړخيزه اړيکې او سيزفائز متعلق امورو باندې خبرې شويدې.افغان صدارتي ترجمان صديق صديقي وائي چې صدر اشرف غني افغانستان کښې د ډزبندې په ضرورت زور راوړې.صدارتي ترجمان د وزيراعظم عمران خان په حواله وائي چې افغانستان کښې د پائيداد امن لپاره د سيز فائز حمايت کوؤ.اولسمشر اشرف غني وزيراعظم عمران خان ته د کابل دورې بلنه ورکړے کوم چې وزيراعظم عمران خان په شکريه سره قبول کړے