وزيراعظم عمران خان او وزير خارجه د کولمبو دهماکو مذمت کړے دے

0
10

وزيراعظم عمران خان کولمبو کښې ايسټر په موقع د بمې چاودنو غندنه کړې او سرې لنکن اولس او متاثره کورنيو سره ئې د غمرازې اظهار کړې دے،وزير خارجه شاه محمود قريشې،اپوزيشن ليډر شهباز شريف،آصف علې زردارې او نورو سياستدانانو هم په دغه پيښه د افسوس اظهار کړې دے
وزيراعظم عمران خان خپل بيان کښې کولمبو کښې د دهماکو مذمت کړې،عمران خان وائې چې دغه چاودنو کښې انسانې زيان باندې مې زړه سخت خفه دے،پاکستان هم د متاثره کورنيو او سرې لنکن اولس په غم کښې شريک دے
خارجه وزير شاه محمود قريشې هم کولمبو چاودنو مذمت کړې او ځانې او مالې زيان باندې ئې د افسوس اظهار کړې دے
اپوزيشن ليډر شهباز شريف، آصف علې زردارې، اسفنديار ولې خان او نورو سياسې مشرانو سرې لنکا کښې د ترهګرې په واقعه د خفګان اظهار کړې دے