وزيراعظم عمران خان به اولس سره کړې ټولې وعدے پورا کوې

وزير اعظم عمران خان وئيلي دي چي د ننکانه صاحب پيښه د هغه د وژن خلاف ده

معاون خصوصې برائے اطلاعات فردوس عاشق اعوان دعوا کړې ده چې وزيراعظم عمران خان به اولس سره کړې ټولې وعدے پورا کوې،غريب خلک به د خپلو کورنو مالکان جوړيږې،عمران خان د نيا پاکستان هاوسنګ سکيم د تکميل لپاره پرعزم دے
معاون خصوصې برائے اطلاعات فردوس عاشق اعوان د نيا پاکستان هاوسنګ سکيم په حواله په ټوئټر بيان جارې کړې،وائې چې نيا پاکستان هاوسنګ منصوبه باندې تيزې سره پيشرفت جارې دے،عمران خان دغه منصوبه سر ته رسولو عزم کړې دے
فردوس عاشق اعوان وائې چې حکومت د کورنو تعميردوران سيلز ټيکس او جوړ کورونو باندې فکسډ ټيکس ختموې،اين اوسيز کښې به هم ممکن حده پورې کمې رواستې شې،حکومتې اقداماتو سره به تعميراتو څانګې ته وده ميلاو شې،د روزګار نوے موقعے به پيدا شې او معاشې سرګرميانو کښې به هم اضافه وشې
فردوس عاشق اعوان دعوا کړې چې وزيراعظم به قوم سره کړې خپل ټول لوظونه پورا کوې او غريب خلک به د خپل کور مالکان ضرور جوړيږې