وزيراعظم عمران خان به نن مظفر آباد کښې جلسې ته خطاب کوې

وزيراعظم عمران خان به نن مظفر آباد کښې جلسې ته خطاب کوې

کشميريانو سره يو والې اظهار،وزيراعظم عمران خان به نن مظفر آباد کښې جلسې ته خطاب کوې،جلسې لپاره تياريانې مکمل کړې شوې دې،جلسه کښې به سپورټس او شوبز سټارز هم شرکت کوې
وزيراعظم عمران خان کشميريانو سره يو والې اظهار لپاره نن مظفر آباد ته ځې او هلته به لوئے جلسې ته خطاب کوې،
عمران خان دوه ورځې وړاندې په ټوئټر مظفر آباد کښې د جلسې اعلان کړے وو، وزيراعظم وينا وه چې مظفر آباد ته تلو مقصد نړۍ ته پيغام ورکول دې چې مونږ کشميريانو سره ولاړ يو،مقبوضه وادۍ کښې به جارې مظالم خلاف په هر فورم آواز پورته کوم
د وزيراعظم عمران خان مظفر آباد جلسې لپاره ټولې تياريانې مکمل کړے شوې دې
د شوبز او سپورټس سټارز هم په ټوئټر کشميريانو سره يو والې اظهار کړے او اولس ته ئې مظفرآباد جلسه کښې د شرکت اپيل کړے دے
سابقه کرکټر شاهد آفريدې،اداکار همايون سعيد او مايه علې علې په ټوئټر جارې پيغامونو کښې مظفرآباد جلسه کښې د شرکت تصديق کړے دے