وزيراعظم عمران خان تاشقندکښې وسطى او جنوبى ايشيا رابطه کانفرنس ته خطاب کړے

وزيراعظم عمران خان تاشقندکښې وسطى او جنوبى ايشيا رابطه کانفرنس ته خطاب کړے، وئيلي دي چي سي پيک يو فليګ شپ منصوبه ده، د کوم سره به چي د ايشيائي ملکونو رابطې سيوا شي، وزيراعظم وائي چې افغانستان کښې د امن لپاره مونږ سنجيده کوششونه کړي، نن مې افغان صدراشرف غني سره اهم معاملاتو باندې خبرې شوي، افغانستان کښې د بدامنۍ تورونه په پاکستان لګول غير منصفانه دي، پاکستان پخپله د ترهه ګرۍ نه متاثره دے

وزيراعظم عمران خان خپل خطاب کښې وئيلي دي چې ګوادر پورټ باندې معاشي سرګرميانې د مارچ کال دوه زره نورلس راهسې جاري دي، سي پيک د بي آرآئي يو فليګ شپ منصوبه ده، د کوم سره به چي د ايشيائي ملکونو رابطې سيوا شي،وزيراعظم وائي چې افغانستان کښې د امن لپاره مونږ سنجيده کوششونه کړي، نن مې افغان صدراشرف غني سره اهم معاملاتو باندې خبرې شوي، افغانستان کښې د بدامنۍ تورونه په پاکستان لګول غير منصفانه دي، پاکستان پخپله د ترهه ګرۍ نه متاثره دے، عمران خان وئيلي دي چې افغان امن عمل کښې افغان طالبان خبرو پاکستان راضي کړيدي، پاکستان د اولنۍ ورځنې نه دغه موقف لري چې د افغان مسئلې حل عسکري نۀ بلکه مذاکرات دي، وزيراعظم ويره څرګنده کړې، وائي که چرې افغانستان کښې حالات خراب شول، نو د بدامنۍ لوجې به د مهاجرينو يو نوے لهر پاکستان ته راشي، په افغانستان کښې امن د دواړو ملکونو په مفادو کښې دے، وزيراعظم زياته کړېده چې د پاکستان او بهارت ترمينځه لويه مسئله د کشمير ده، که چرې دا مسئله حل شي، نو د پورا خطې سره به رابطې کهولاؤ شي