وزيراعظم عمران خان ته ملک کښي د تيل اوګيس موجوده زخائرو په حقله بريفنګ ورکړي شوي

0
60
وزيراعظم د سي پيک متعلق معاملاتو باندې د اعلي پائے غونډې مشري کړې

د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښي د اعلي سطحي غونډه شوي ، اجلاس کښي وزيراعظم ته ملک کښي د تيل اوګيس موجوده زخائرو، تاپي او پاک ايران ګيس پائپ لائن منصوبوپه حقله بريفنګ ورکړي شوي
اسلام آبادکښي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښي شوي اعلي پائي غونډه کښې وزير پيټروليم غلام سرور خان،ايډيشنل سيکرټري پيټروليم ډويژن او سينئر چارواکو ګډون اوکړو
داجلاس په موقع وزيراعظم عمران خان ته ملک کښي د تيل اوګيس موجوده زخائرو په حقله بريفنګ ورکړي شو، وزيراعظم ته د تاجکستان ، افغانستان ، پاکستان او انډيا ترمئنځه تاپي ګيس پايپ لائن او دپاک ايران ګيس پائپ لائن منصوبو په حقله بريفنګ ورکړي شو
داجلاس دوران وزيراعظم عمران خان ته د ملکي ضروريات پوره کولو لپاره د مجوزه اقداماتو په حواله هم بريفنګ ورکړي شوي
سيکرټري پيټروليم اجلاس ته د ګيس نرخونواود واجب الادا بلز د وصوليانو په حقله بريفنګ ورکړو
دسيکرټري پيټروليم وينا وه چه تير پنځه کلونودوران د تيل اوګيس نوي زخائر لټون لپاره د اجازت نه ميلاويدو لوجي مسائل سيوا شوي ، وزير اعظم عمران خان ته بريفنګ ورکړي شو چه پاليسيانو کښي د مسلسل تبديلۍ لوجي د تيل او ګيس په شعبه کښي سرمايه لګونکي سرمايه کارو اعتماد متاثر شوي