وزيراعظم عمران خان خيبرپښتونخوا کښې دپولېو وائرس بے قابو کيدو نوټس اخستې

وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې موجوده حکومت د ميډيا په آزادۍ يقيني ساتي

خيبرپښتونخوا کښې د پولېووائرس بے قابو کيدو وزيراعظم عمران خان نوټس اخستې او د شورو په ورځ ئې اجلاس رابللې دے ، اجلاس کښې وزيراعلي محمود خان او چيف سيکرټري ته په خصوصي توګه د شرکت هدايات جاري کړې شويدي
خيبرپښتونخوا کښې د پولېووائرس کيسونو سيوا کيدو سره سم وزيراعظم عمران خان نوټس اخستې دے او دې سلسله کښې ئې د شورو په ورځ هنګامي اجلاس هم راغوښتې دے په کوم کښې چې شرکت لپاره وزيراعلي خيبرپښتونخوا محمود خان او چيف سيکرټري د خصوصي شرکت هدايات جاري کړې شويدي
دې هنګامي غونډه کښې به وفاقي وزير صحت او د بين الاقوامي ادارو سربراهان هم شرکت کوي
اجلاس کښې به د وزيراعظم معاون خصوصي بابر بن عطابريفنګ هم ورکوي
وزيراعظم وائي چې د اولس ته تحفظ ورکول د حکومت اولين ترجيح ده ،حکومت به د اولس تحفظ لپاره هر قسمه ممکن کوشش کوي