وزيراعظم عمران خان خپل هندى هم منصب نرنيدر مودى ته په ګټه اومبارکى ورکړې

0
82
نريندر مودي د عمران خان اومبارکې په پيغام شکريه ادا کړيده

وزيراعظم عمران خان خپل هندى هم منصب نرنيدر مودى ته په عامو ټاکنو کښې ګټه ترلاسه کولو اومبارکى ورکړې او سويلى ايشيا کښې امن لپاره ئې ورته په ګډه د کار کولو وړانديز کړېدې
په ټويټر خپل پېغام کښې وزيراعظم عمران خان هند کښې شوى عامو ټاکنو کښې په ګټه بهارتيا جنتا پارټى يعنى بى جے پى او اتحادى ګوندونو ته په ګټه اومبارکى ورکړې
خپل بيان کښې عمران خان وئيلى چې هغه وزيراعظم نريندر مودى ته انتخاباتو کښې د بى جے پى اتحاد په ګټه اومبارکى ورکوى
وزيراعظم عمران خان وئيلى چې سويلى ايشيا کښې د امن ، ترقۍ او پرمختګ لپاره د هند نوى حکومت سره کار کولو ته سترګې په لار يو
د هند عامو ټاکنو کښې بې جے پى اتحاد دروند اکثريت سره ګټه ترلاسه کړې او د راهول ګاندهى کانګريس ماتې سره مخ شوې