وزيراعظم عمران خان داولس سهولت لپاره د کرونا ريليف ټائيګر فورس تشکيل کړے

وزيراعظم عمران خان داولس سهولت لپاره د کرونا ريليف ټائيګر فورس تشکيل کړے

وزيراعظم عمران خان کرونا وائرس مخ نيوي او د اولس سهولت لپاره د کرونا ريليف ټائيګر فورس تشکيل کړے، ټائيګر فورس لپاره به د رضاکارو د رجسټريشن عمل د يودېرشم مارچ نه په سيټيزن پورټل باندې شروع کيږي، ريليف فورس به د لاک ډاؤن يا کرفيو په صورت کښې متحرک وي او په هنګامي صورتحال کښې به کورونو ته راشن او خوراک سپلائي کوي،دې سره سره دغه رضاکار به په ټول ملک کښې د ذخيره اندوزو نشاندهي هم کوي
وزيراعظم عمران خان کرونا ريفليف په نوم باندې ټائيګر فورس تشکيل کړے،د ټائيګر فورس ډيجيټل فارم تيار شوے او په يودېرشم به سيټيزن پورټل ويب سائټ ته اپلوډ کولےشي، هم د دغې ورځې نه به د ټائيګر فورس د رضاکارو رجسټريشن هم شروع کړے شي کوم چې به د لسم اپريل پورې مکمل کړے شي، کورونا ريليف ټائيګر فورس به په هريونين کونسل کښې جوړولے شي کوم چې به د ډپټي کمشنر ماتحت وي، په کوم کښې چې به د هر جماعت سره تعلق لرونکي رضاکار خپل رجسټريشن کولےشي، کورونا ريليف ټائيګر فورس به مکمل لاک ډاؤن يا کرفيو په صورت کښې متحرک وي، او هنګامي صورتحال کښې به کورونو ته راشن او خوراک سپلائي کوي، دغه رضاکاربه قرنطينه سنټر کښې د کورونا مشتبه مريضانو نګراني او په ټول ملک کښې د ذخيره اندوزو نشاندهي هم کوي، دې سلسله کښې معاون خصوصي عثمان ډار ته اهم ذمه وارۍ هم سپارلے شوي څوک چې به دغه رضاکار متحرک ساتي