وزيراعظم عمران خان د افغان طالبانو لخوا بهرملکي پروفيسران خوشي کولو ګام ستائيلي

وزيراعظم عمران خان د افغان طالبانو لخوا بهرملکي پروفيسران خوشي کولو ګام ستائيلي

وزيراعظم عمران خان د افغان طالبانو لخوا بهرملکي پروفيسران خوشي کولو ګام ستائيلي او وئيلي ئې دي چې دې اقدام سره به افغان سولي عمل کښې شريک د ټولو فريقينو ترمينځه بے باوري ختم شي
په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې وزيراعظم عمران خان د امريکې او آسټريليا پروفيسران رهائۍ ممکن جوړولو په حواله د ټولو فريقينو کوششونه ستائيلي دي
بيان کښې وزيراعظم وئيلي دي چې افغانستان کښې امن بحالي او افغان اولس ته راپيښ مشکلاتو د خاتمے لپاره د نړي والې ټولنې د يو غړي په حيث پاکستان مکمل حمايت کړيدے او د قيديانو تبادله کښې ئې اهم کردار ادا کړيدے
عمران خان په بيان کښې زياته کړيده چې افغان شخړه د خبرو اترو د لارې هوارولو لپاره پورته کيدونکي د هر يو عمل ملاټر کول د پاکستان د قامي پاليسۍ برخه ده
بيان کښې دا هم وئيلي شويدي چې د امريکې او طالبانو ترمينځه د قيديانو تبادله به د فريقينو اعتماد کښې اضافه وکړي او افغان سولې عمل لپاره به نوي کوششونه شورو شي