وزيراعظم عمران خان د اليکشن ضابطه اخلاق خلاف ورزى کړې، زاهدخان

دوزيراعظم عمران خان پيښور دورے باندې دعوامي نيشنل پارټې ردعمل راغلې، داے اين پي مشر زاهد خان وئيلي چې يوخوا وزيراعظم عمران خان داليکشن ضابطه اخلاق خلاف ورزي کړې اوبلخوا دروغ هم وائي، وائي چې داليکشن کميشن لخوا منع کولو باوجود وزيراعظم دپيښور دورے کړېده

داے اين پي مرکزي ترجمان زاهد خان يو بيان کښې وئيلي په صوبه کښي شفاف بلدياتي اتنخاباتو لپاره دسرکاري مشينرې استعمال او دوزيراعظم پشمول وزرا مداخلت بند کړې شي، دفلاحي رياست جوړولو دعوې کونکو صرف درې کالو کښې دملک معيشت تباه کړې، پختونخوا کښې په غربت کښې دکمي دعوې کونکي په بله دنيا کښې اوسيږي، دې نه وړاندې هم يو وزير دغه دروغ وئيلي وو، ټرانسپرنسي انټرنيشنل سروے کښې اولس وئيلي چې دحکومت نااهلي د ګرانې وجه ده، نن ډالر دپاکستان تاريخ بلند ترين سطح يوسل اووه اوويا روپې نه سيوا شوې، اکانومسټ سروے کښې پاکستان دنړي دريم مهنګا ترين ملک جوړ شوي، ولې داسې ښکاري چې حکمرانان خبر نه دي، زاهد خان زياته کړه چې هيلت انشورنس په نوم دعوام پيسو باندې ډاکه اچولې شوې او دخپلو ملګرو کمپنيانې او پسپتالونو له فائده ورکړې شوې ده، زاهد خان مخکښې اووئيل چې دکال دوه زره اتلسم انتخاباتو کښې خيبرپښتونخوا مينډيټ غلا شوې او نااهل حکمرانان په اولس باندي مسلط کړي شوي دي