وزيراعظم عمران خان د بے نامي جائيداد حوالې سره لويه فيصله کړے

وزيراعظم عمران خان دجې آې ډې سي متعلق آرډينس واپس اخيستوفيصله کړي

وزيراعظم عمران خان د بے نامي جائيداد حوالې سره لويه فيصله کړے ،د ملک ټولو ډپټي کمشنرانو او ډويپلمنټ اتهارټيز مشرانو ته ئې حکم کړے چې د بے نامي جائيدادونو دې يوه مياشت کښي نشاندهي اوکړي
د وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلې شوي چې وزيراعظم عمران خان د بے نامي جائيدادونو حوالې سره دټؤلو صوبو چيف سيکرټري ته مراسله ليږلي چې پکښې د ملک ټولو ډپټي کمشنرانو او ډويلپمنټ اتهارټيز مشرانو ته حکم شوے او ذمه واري ورته سپارلي شوي چې يوه مياشت کښې دننه دې د بے نامي جائيدادونو نشاندهي اوکړي ، که چرې يو ډپټي کمشنر او د ډويلپمنټ اتهارټي سربراه خپله ذمه واري پوره نه کړه نو بيا به هغوي د بے نامي جائيداد ذمه وار ګرځولې شي
وزيراعظم آفس خپل بيان کښې مخکښې وائي چې ټول افسران به ديرشم ستمبر پورې خپل رپورټ چيئرمين ايف بي آر سره جمع کوي ولې وزيراعظم آفس ته به هم د رپورټ نقل کاپي ليږلې شي
مراسله کښې دا هم وئيلې شوي چې وزيراعظم د بے نامي جائيدادونو متعلق نشاندهۍ باندې زور راوړې او دې سلسله کښې صوبائي حکومتونه خپل کردار ادا کړي