وزيراعظم عمران خان د حکومتي او پارټي ترجمانانو اجلاس نن رابللې دې

بهارت ايل او سي باندې د ډزبندې خلاف ورزې په بهانه حمله کولې شي: وزيراعظم عمران خان

وزيراعظم عمران خان د حکومتي او پارټي ترجمانانو اجلاس نن رابللې دې،ذرائع مطابق اجلاس به نن ماسپښين يوه نيمه بجه وزيراعظم آفس کښې وي چي پکښې به د مقبوضه جمو وکشمير صورتحال پشمول د ملک سياسي معاملو باندي خبري اتري کولي شي
د حکومتي او پارټي ترجمانانو غونډه پي ايم آفس کښې رابللې شويده چي مشري به ئي وزيراعظم عمران خان کوي،ذرائع وائي چي اجلاس به ماسپښين يوه نيمه بجه شروع کيږي
وزيراعظم عمران خان به د اجلاس دوران د مقبوضه جمو و کشمير صورتحال او هلته روان بهارتي ظلمونه په ډاګه کولو لپاره حکومتي او پارټي ترجمانانو له ګائيډ لائنز ورکوي
دغه رنګ وزيراعظم عمران خان به د ملک سياسي صورتحال پحقله هم د حکومت او پارټې دريځ وړاندې کولو لپاره هدايات جاري کوي