وزيراعظم عمران خان د دولسم ربيع الاول په مناسبت په اړه مرکزى دستورې ته خطاب کړې

وزيراعظم عمران خان ددولسم ربيع الاول په مناسبت په اړه مرکزي دستورې ته خطاب کړې دې اووئيلي دي چي نبي کريم صلې الله عليه وسلم په سيرت عمل کول د کاميابۍ يواځنۍ لار ده هغوي اوئيل چي د سيرت د تعليماتو ښودلو لپاره حکومت د رحمت اللعالمين اتهارټې جوړولو اعلان کړې دې،

د دولسم ربيع الاول حوالې سره اسلام آباد کښې مرکزي دستوره ترسره شوه،دستوره کښې وزيراعظم عمران خان،وفاقي وزير مذهبې امور پير نور الحق قادري او نور مقررينو وينا وکړې او د پيغمبر اسلام حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په سيرت مبارکه ئي رنړا واچوله،په دے موقع وزيراعظم عمران خان اوئيل چي نړۍ ته د اسلام اصلې تعليمات ښودلو لپاره رحمت اللعالمين اتهارټي جوړولو اعلان کړے دے،عمران خان وئيلي دي چي اتهارټي کښې موجود سکالرز به نړۍ ته د اسلام اصل پيغام رسوي ۔ ،عمران خان اووئيل چي نبي کريم صلې الله عليه وسلم په سيرت عمل کول د کاميابۍ يواځنۍ لار ده ،هغه ځوانانو ته پيغام ورکړو چي د خپل مذهبې اقدارو په رنړا کښې دې ژوند تير کړي،نړئ سره سيالۍ لپاره په اسلامي تعليماتو عمل کول ضروري دي ۔ وزير اعظم زياته کړه چي تر سوژوندے يم نو ملک کښي به د قانون د بالادستۍ خبره کومه زکه چي قانون او انصاف د اسلام اصل تعليمات دي۔ هغوي اوئيل چي ملک کښي طاقتوره طبقه ځان د قانون نه بالاتر ګنړي زکه زمونږ معاشره د تنزلۍ ښکار ده۔ دستوره کښي وزير اعظم د حکومت له ړخه د عام اولس لپاره شوي منصوبو باندي هم رڼا واچوله۔