وزيراعظم عمران خان د سعودى عرب ولى عهد محمد بن سلمان سره ملاقات کړېدې

وزيراعظم عمران خان د سعودى عرب ولى عهد محمد بن سلمان سره ملاقات کړېدې

وزيراعظم عمران خان په دوه ورځنې سرکارى دوره سعودى عرب ته رسيدلې دې ، د جدے په ائيرپورټ ورله د مکى ګورنر تود هر کلې کړې ، وزيراعظم د سعودى عرب ولى عهد محمد بن سلمان سره ملاقات کړېدې ، وزيراعظم عمران خان په دې موقع د سعودى عرب د تيلو په تنصيباتو د حملې غندنه کړې او د کشمير صورتحال نه ئې سعودى ولى عهد خبر کړېدې
د وزيراعظم پاکستان د دوه ورځنې دورې په وفد کښې وزير خارجه شاه محمود قريشى ، مشيرخزانه عبدالحفيظ شيخ او معاون خصوصى ذوالفقار بخارى هم شامل دى
محمد بن سلمان سره ملاقات موقع وزيراعظم عمران خان د سعودى تيلو تنصيباتو باندې حملې په سختو ټکو غندنه کړې او په پېښې پلټنو کښې د تحقيقاتو وړاندې ئې هم کړېدې
وزيراعظم به د نور سعودى قيادت سره د مقبوضه کشمير په معامله خبرې کوى او د هندوستان لخوا په کشميريانو روان زور زبردستى نه خبروى
دغه رنګې وزيراعظم به د سعودى مشرانو سره د پاک سعودى اقتصادى تعلقات مضبوطولو سلسله کښې هم خبرې کوى
د کشمير د صورتحال په تناظر کښې د وزيراعظم دا دوره ډيره مهمه ګنړلې کيږى
ياده دې وى چې امريکې وزير خارجه هم په سعودى عرب کښې موجود دې
وزيراعظم به د سعودى عرب نه پس د اقوام متحده جنرل اسمبلې غونډه کښې د ګډون لپاره امريکې ته هم ځى
حکومت جوړولو نه پس د وزيراعظم عمران خان د سعودى عرب دا څلورمه سرکارى دوره ده