وزيراعظم عمران خان د لاهور دوره ، د نوى ښار جوړولو اعلان

بے لګامه هاوسنګ سوسائيټيز لوجې په ماحول ډير بد اغيز پريوتې ، د وزيراعظم عمران خان لاهور دورې پرموقع د نوي ښار جوړولو اعلان ، وائي چې راوي درياب په غاړه به دوه کروړه اونې هم لګولي شي
وزيراعظم عمران خان دا مهال د لاهور په دوره دې او پر دې موقع ئې لاهور سره نژدې نوې ښار جوړولو اعلان وروستو اوئيل چې پاکستان کښې به دا ښار د اسلام آباد نه پس وړومبۍ نوې ښار وي عمران خان مخکښې اوئيل چې بے لګامه هاوسنګ سوسائټيز لوجې په ماحول ډير بد اغيز پريوتې او لاهور کښې هم د دې کاروبار لوجې د راوي درياب د ګندګۍ ډک شوېدې عمران خان په ډاګه کړۀ چې ځني خلک دا سوچ لري چې حکومت لاهور سره نژدې نوې هاوسنګ سوسائټي جوړؤي خو هغوي دې خبر وي چې دا به هاوسنګ سوسائټي نه بلکه يو عزيم و شان ښار وي په دې موقع وزيراعظم دا هم اوئيل چې د دي نوي ښار کښې به جديد انډسټريل سټيټ هم جوړولې شي چې به ترې اولس ته د روزګار لکهونو موقعې په لاس ورشي عمران خان زياته کړۀچې حکومت د راوي درياب په غاړه دوه کروړه اونې لګولو منصوبه هم لري او دا به ډير زر عملي کولې شي