وزيراعظم عمران خان د پاکستان ريلوے لائيو ټريکنګ سسټم او تهل ايکسپريس پرانسته کړيده

0
18
مودي سرکار جنګ په ذريعه ټاکنو کښې ګټه ترلاسه کول غواړي، عمران خان

وزيراعظم عمران خان د پاکستان ريلوے لائيو ټريکنګ سسټم او تهل ايکسپريس پرانسته کړيده ، دستوري ته د خطاب وزيراعظم وئيلي دي چې د اين آر او ون او اين آر او ټو ورستو د کرپټ خلقو دا ويره ختمه شوي وه چې دوي به نيولې کيږې
د لائيو ريلوے ټريکنګ سسټم او تهل ايکسپريس پرانستي دستوره وزيراعظم هاؤس اسلام آباد کښې ترسره شوه چې پکښې د ريلوے وفاقي وزير شيخ رشيد احمد پشمول نورو چاراکو شرکت کړيدي
دستوري ته د خطاب په وزيراعظم عمران خان وينا وه چې د تيرو لسو کالو دوران خلقو بغير د ويري ترهي غلاګاني کړيدي او هم دغه وجه ده چې دغه دوران د ملک قرضه ديرش زره اربه ته رسيدلې
وزيراعظم مخکښې اوئيل چې تيرو حکومتونو کومي قرضه اخيستي ده او زمونږ حکومت د دغه قرضے سود ادا کوي
وزيراعظم عمران خان دا هم اوئيل چې اين آر او ون او اين آر او ټو ورستو د کرپټ خلقو دا ويره ختمه شوي وه چې هغوي به نيولې کيږې ولي وس به داسي هيڅ کله نه کيږې ځکه چې په هره اداره کښې کيدونکي کرپشن مقدمي به نيب ته ليږلې شي