وزيراعظم عمران خان د ځوانانو لپاره کامياب جوان پروګرام افتتاح کړي

وزيراعظم عمران خان د ځوانانو لپاره کامياب جوان پروګرام افتتاح کړي

وزيراعظم عمران خان د ځوانانو لپاره کامياب جوان نامي پروګرام افتتاح کړيده اوئيلي دي چې خواؤ شاه لس لاکه ځوانانو ته به قرضې ورکولې شي
اسلام آباد کښې د ځوانانو خير خيګړې لپاره جوړ کړې شوي کامياب جوان نامي پروګرام ته د وينا په موقع وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې دا پروګرام به د ميرټ په بنياد چلولې شي او د سفارشي کلچر به خاتمه کوي
وزيراعظم اووئيل چې دې پروګرام د لارې به لس زره نه تر پنځوس لاکهه پورې قرضه ځوانانو ته ورکولې شي ،ځوانان د تعليم د حصول او د نوي کاروبار شروع کولو لپاره قرضو اخيستو له آن لائن درخواست ورکولې شي
په دې پروګرام کښې د زنانؤ لپاره پنځه ويشت فيصده کوټۀ هم مخصوص شويده او د قرضو د حصول طريقه کار به شفاف انداز کښې سرته رسي
د پروګرام مکمل نګراني به وزيراعظم آفس کوي
تقريب کښې وفاقي او صوبائي وزيرانو پشمول د ځوانانو ګنړه شميره موجود وه
دستوره کښې د ملک د مختلف جامعاتو وائس چانسلرز هم موجود وو